د يو جام تمنا

ناست ظاهر په شړه خيال كې تا سره همرا يمه
ځكه د سرو شونډو د يو جام په تمنا يمه
خدايږو ياره ته يې خندول هم ژړول كوې
رنګ په رنګ فلمونه اشنا وار په وار ښودل كوې
نوي ډرامونه صحنې نوې جوړول كوې
ته هم دردول او هم د زړونو رغول كوې
زه خو دې وژلى له اجل نه ډېر پخوا يمه
ځكه د سرو شونډو د يو جام په تمنا يمه
زلفې دې جال كېږي راته ياره په ورو ورو سره
سر دې كړم جنون د مينې خدايږو د ميرو سره
پاتې كور مالت شو شوم اشنا د هديرو سره
زړه باندې زخمي شوم د بڼو په كټارو سره
خدايږو ستا د وصل په سودا كې تل رسوا يمه
ځكه د سرو شونډو د يو جام په تمنا يمه
زه چې يم خوشحاله په ميرو كې د جنون سره
اوس دې زه بلد كړمه ناخوالو د بېلتون سره
كله به واصل شم ستا پالنګ ته د ژوندون سره
دې غم دې سرسام كړم فرق مې نشته د مجنون سره
ستا په مينه مست د نوره ژونده بې پروا يمه
ځكه د سرو شونډو د يو جام په تمنا يمه
تور باڼه دې غشي تورې وريځې كمانونه دي
سترګې دې ګولې او تورې زلفې دې جالونه دي
ګوتې دې برچې دي سپينې لېچې دې كريچونه دي
غم دې څوكيدار هجر بېلتون دى زندانونه دي
زه سېلاب رنځور بندي د هجر په دنيا يمه
ځكه د سرو شونډو د يو جام په تمنا يمه

ننګرهار، كامه_ 22/ سنبله/1334