ازادي غواړو

ټولې دنيا په نوم پښتون كړى اعلان دى دغه
عالي مرام د لوى واړه د خوار و خان دى دغه
ازادي غواړو لوى واړه زړه كې ارمان دى دغه
څو چې يو پاتې وي نو هم زمونږ پيمان دى دغه
ازاد فطرت يو ازادۍ نه تېرېدلى نه شو
د غلامې او د ذلت ژوند قبلولى نه شو
مېندو زانگو او اللو كې درس د ننگ راكړى
پښتنې خاورې د غيرت او همت رنگ راكړى
فطرت د خاورې عشق معراج لوړ د پتنگ راكړى
برى غيرت په سكندر او په اورنگ راكړى
مونږ پښتانه يو استعمار مو هضمولى نه شي
هېڅ كوم طاقت مو ارادې راگرځولى نه شي
هو! ازادۍ لپاره هر راز كړاوونه منو
په دغه لار كې په زرگونو زحمتونه منو
كه فرارېږو كه قيدېږو دا جېلونه منو
په دې مرام پسې په سرو لمبو دانگونه منو
ولې ذلت د اسارت كله منلى شو مونږ
كله دا پنډ د شرم وعار په اوږو وړلى شو مونږ
پلرو نيكو مو د وطن په ناموس سر وركړى
د ننگ غيرت يې امتحان په هر ډگر وركړى
د هر غليم مقابلې ته يې ټټر وركړى
خدايږو څو وارې شهادت په دې خيبر وركړى
كه سر و مال مو ټول تبا شي د خپل قام لپاره
دا به مو فخر و افتخار وي د مدام لپاره
دا مو اعلان دى خپل وطن كې استعمار نه منو
دا تور جالونه د يونټ او يونټكار نه منو
ازادۍ غواړو پردى هېڅكله واكدار نه منو
په پښتونخوا كې په هېڅ ډول مونږ اغيار نه منو
مونږ دې دنيا كې ځانته حق د مليت غواړو
په پښتونخوا كې خپل خپلواكى حكومت غواړو
پښتونستان كې مونږه ځانته خپل ژوندون غواړو
شرف عزت هم ازادۍ د ټول پښتون غواړو
سېلابه! زر كړه ځان تيار ملي ارمان لپاره
سر صدقه كړه، مال نثار پښتونستان لپاره

كابل_ 21/ سنبله/1334: