پركيفه ماجرا

بېګا څه شپه مشغولا وه راسره
چې كرې شپه محبوبا وه راسره
د ژوندون اصلي معراج ته وم ختلى
څه پركيفه ماجرا وه راسره
خيال او وهم وېره غم د بېلتون نه و
چې د وصل انتها وه راسره
مست بې ميو خوښ خراب وم ميخانه كې
چې هم دين او هم دنيا وه راسره
بوج و باج منت محنت نه ځكه خلاص وم
د بېلتون دم و دوا وه راسره
سترګو كړو ديدن د يار په غټو غټو
چې همېش دغه سودا وه راسره
مستغني وم د دنيا او مافيها نه
د قدرت صنعت طلا وه راسره
ننداره مې د هر تار د زلفو وكړه
ډاډ پوره هم تسلا وه راسره
د وصال په شربتونو مې زړه يخ كړ
چې به تل دا تمنا وه راسره
لوى ارمان د سېلاب دغه خيال پوره كړ
چې سپوږمۍ غوندې ليلا وه راسره

كابل، 4 كارته_ 28/ اسد/