د فخر افغان هركلى

هركله راشې اى مهربانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
په باغ كې شور دى ستا په قدم نن
زاغ په ژړا دى بلبل خندا كړي
توتيان خوشحال دي جشن يې جوړ دى
د گل له خاښه طواف بورا كړي
ماليار خوشحال دى مست دى بې شانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
قافله ټوله په انتظار كې
وه ستا راتلو ته ولاړه لار كې
بهار دې راوست ملي سالاره
د ارزوگانو په لاله زار كې
عمر دې ډېر شه اى با ايمانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
وايو ښه راغلې د قام امامه
د سترگو توره د زړه ارامه
ستا په راتلو مو سترگې رڼې شوې
اى باهمته د ژوند پيغامه
په ننگ غيرت كې لوى قهرمانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
د كاڼو بوټو شور و غوغا ده
په هره خوا نن خپره رڼا ده
خيبر بيا هسكه غاړه خرم دى
تاتره خدايږو بيا په خندا ده
ستا له قدومه ملي ارمانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
وزير مسيد او اڅكزي واړه
صافي مومند هم ورسره غاړه
بلوڅ شينواري اپريدي خدايږو
په نوم پښتون ټول، په باغ او شاړه
هركلى وايي اى عالي شانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
سترگې مو ټولې كږې وې تا له
ښه دى چې راغلې خپلې ماوا له
فولادي عزمه تكليف دې تېر كه
نه هېرېدونكى دى پښتونخوا له
ده ستا ثبات له دنيا حيرانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
لوى او وړوكى د پښتون تا له
هركلى وايي ثاني خوشحاله
اووه كاله تېر كړه په قيد و بند كې
تا ننگيالي خاص، د قام هوسا له
د قام لپاره تېر شوې له ځانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
زر زر رحمته په داسې مور شه
چې زېږولى ستا په شان نر دى
اى نر پښتونه ستا له ټينگ عزمه
دا ښكته پورته جهان خبر دى
ډېر ژوندى اوسې په مونږه گرانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
ستا په راتگ نن رڼا باگرام دى
ساقي خوشحال او په لاس كې جام دى
پښتونستان كې اّزاد محكوم ټول
د ديدن تږى دې خاص و عام دى
ستا په راتلو يې ژوند شو روښانه
فخر افغانه _ فخر افغانه
ستا متين عزم قوي ايمان
عصر اتوم ته شو نمايان
په ننگ غيرت دې هر ځاى كې وركه
نن استعمار ته لوړ امتحان
جهان قايل دى ستا په مېړانه
فخر افغانه _ فخر افغانه

كابل، عربي دارالعلوم_ 31/ چنگاښ/1334