د عدالت ډيوې ته

اى د جهان په سر رڼا برېښنا روښان چراغه
د اعتدال او انصاف ښكلى درخشان چراغه
په خوار غريب دوست او دښمن باندې يكسان چراغه
د ټولې ځمكې، فضا څه چې د اسمان چراغه
له تانه غواړم روغه لار ددې څاروان لپاره
څاروان لا څه چې را مدد شه دې كاروان لپاره
دا ستا په مخ كې په ښكاره په مونږ ظلمونه كېږي
هره ګړې زمونږ سرو ته تدبيرونه كېږي
په كور و كلي ورور عزيز مو بمبارونه كېږي
په ګټه وټه مال دولت مو چپاوونه كېږي
كه لږ څه وايو، وايي ژوند دې زولنو سره دى
ژوندون مو څه دى خو د اوسپنو نينو سره دى
څوك په جېلونو څوك فرار په جزيرو ګرځو
څوك خوار و زار څوك لېوني په هديرو ګرځو
پخپل كاله كې تل د بل په اشارو ګرځو
نو ګورئ څو به زولانه په زنځيرو ګرځو
ستا پلوشو كې اشارې د خپلواكې لټوو
ستا په رڼا كې مونږ شغلې د ازادۍ لټوو
درس د وحدت راته پخپلو پلوشو كې راكه
ملي يو والى، ازاد ژوند سپينو شغلو كې راكه
خوند د خپلواكې ژوند پخپلو كرشمو كې راكه
دا امتياز د خپلې سيمې لېونو كې راكه
د اعتدال نوراني وړانګې راخپرې كړه يو ځل
د ازادې باغ ته مو سمې قافلې كړه يو ځل
ته خو مو وينې چې دښمن انې بانې جوړوي
فنكار يې ناست دى قسم قسم زولنې جوړوي
لكه صياد چې ښكار لپاره افسانې جوړوي
دى مو عدم او وركېدن ته جېلخانې جوړوي
راكړه نجات سپينو شغلو كې دې ښاماره ځنې
غواړو امان ستا په رڼا له استعماره ځنې
دا ستا رڼا كې ګرځو، لى په لى دوا لټوو
هره شغله كې نوى ژوند، نوې دنيا لټوو
ستا په هينداره ازادي خپله ليلا لټوو
د هر پښتون د زړه ملهم او دلربا لټوو
خدايږو نور هېڅ مو پكار نه دي خپل ارمان غواړو
د هر پښتون د ژوندون روح پښتونستان غواړو

كابل27/ چنګاښ/1334