د قافلې څاروان ته د يوې پېغلې فرياد

غوټې غوټې اوښكې بڼو ته راغلې
چې زاغ په باغ كې پروازونه وكړه
وړو سلګيو كړه خندا پردېسه
چې مېږي هم د خيال وزرونه وكړه
د انتظار او صبر زړه وچاودو
چې اميدونو شنه دودونه وكړه
دا حوصله استقامت تر څو
دا صبر صبر او ذلت تر څو

د سترګو ګاټي كسي درد ونيول
رود ترې بهېږي د جيحون غوندې
د قافلې څاروانه تاته وايم
لږ ګړندى شه د پرون غوندې
د خپل وطن د ډېرې مينې په زور
مست او خراب شه د مجنون غوندې
تاتره ژاړي كاڼو شور وكه
خدايږو خيبر ته چا پېغور وكه
د اباسين چپې په شور راغلې
له تانه غواړي شان شوكت پخوانى
هر كاڼى بوټى دا اواز كوي:
پښتونه وكړه ننګ غيرت پخوانى
د هر مرغه د خولې نارې دي دغه
زلميانو وكوئ همت پخوانى
د پلار نيكه په نامه ننګ دى پكار
يو ځلې بيا د تورې شرنګ دى پكار

رباب لا څه چې هم شهباز يې زوړ دى
فقط پرده نوې ناره نوې ده
صحنه زړه ده كاريګر ورسره
نغاره نوې مسخره نوې ده
هر څه زاړه كار و عمل پخوانى
خدايږو چې تشه ننداره نوې ده
پرې خطا نه شئ د پښتو په خاطر
د ننګيالو پلرو نيكو په خاطر

درته قدم په قدم لومې خورې
لاليه وړاندې وروسته پام كوه
صياد ولاړ سحر جادو ورسره
ګورى لږ فكر ګام په ګام كوه
خدايږو پټ زهر دي ظاهره شربت
پوره نظر په دغه جام كوه
په نرمو ګرمو يې غلط نه شې ته
غم د پت وكړه چې بې پت نه شې ته

د خوشال خان او احمد شاه لمسيه
سر صدقه كړه ننګ و نام لپاره
كار له ننګ عزم او پښتو نه واخله
د پښتونخوا د احترام لپاره
د ازادۍ په ډيوه ځان كړه لوګى
د ابدي ژوندون اعلام لپاره
وايي سېلاب نوى جهان جوړ كه
خپل مستقل پښتونستان جوړ كه

كابل_ 20/4/1334