د اباسين چپې تصوير دى زما

پښتونه حال چې دې راياد شي خدايږو
له غمه شين شمه سودا راشي
چې ستا طرف ته په جرئت وگورم
ناڅاپه سترگو ته ژړا راشي
تودې سړې به ټولې وگالمه
گوندې د غم په شپه سبا راشي
خير دى لږ نور به انتظار وباسم
اخر به ملك نه استعمار وباسم
دا چې شرنگېږي څه دى، چل څه دى؟
په كوم زلمي كې زولنې خو نه دي؟
قسم دى خدايږو گونگوسى دى غلى
بيا درته جوړې بهانې خو نه دي؟
د شنو توتيانو شور او زوږ اورم
خورې د دام لاندې دانې خو نه دي؟
پام كړه د چا په چل خطا نه شې
لاليه تېر له مدعا نه شې
دا زنځيرونه، جېلخانې د غليم
زما عزمونه ماتولى نه شي
د چا ظلمونه، ستمونه، تېري
مې ارادې راگرځولى نه شي
د چا سحرونه، طلسمونه، نخرې
مې عقايد خرابولى نه شي
زه د خوشال د درس ديپلوم لرمه
د احمد شاه ميراث معلوم لرمه
په لره بره دنيا لوى وړوكى
مې له عظمت او كارنامو نه خبر
د باړې رود او د جمرود جړوبي
زما له مستو غورځنگو نه خبر
ساحره ستا واړه پيران استادان
زما له ننگ او له پښتو نه خبر
د اباسين چپې تصوير دى زما
د عظمتو نښه پامير دى زما
كه لاس دې ور وړو نو لوخړه به شې
خدايږو ايره كې مې لا اور شته دى
زړو جامو ته په تحقير مه گوره
ورشه تاريخ كې مې لا شور شته دى
پنجې دې وباسه په ډېره بيړه
په خوار وجود كې مې لا زور شته دى
دا مې اعلان دى د مدام لپاره
سر مې دى جار د ننگ و نام لپاره
ورونو تناب د مايوسې وشلوئ
هرې ژړا پسې خندا وي همېش
هره توده سړه به گالي پسې
څوك چې په تمه د ليلا وي همېش
په اتفاق ملي ژوندون جوړ كړئ
د خوشال گور كې دا سودا وي همېش
اخر به خپل ملي ارمان جوړ كړو
ځانته به خپل پښتونستان جوړ كړو

كابل_ 19/ چنگاښ/1334