زما ارزو

زه اتفاق او اتحاد د پښتنو غواړم
همت د نرو ننگ غيرت د مېړنو غواړم
له اوسنو نه ورولي د پخوانو غواړم
له نننو نه كاروبار د پرونو غواړم
عزيزولي د بېټنو او سړبنو غواړم
ملي تړون د كوزنو او برنو غواړم
زه نور ژوندون د پښتنو په رنگينو غواړم
قوي اټكل او متين عزم د زلمو غواړم
د قام په مخ كې ځان په څېر د سپېلنو غواړم
د پخوانو زلمو هيبت له اوسنو غواړم
څو به د (خېل) او (زي) په نوم سره بېل بېل يو مونږ
څو به د خپل حق په غوښتلو مخ په جېل يو مونږ
زه به تر كله پخپل گور كې خوار و زار گرځم
لكه پردېس به څو پخپله كاله ناچار گرځم
تر څو به زه پخپل مالت كې بې اختيار گرځم
پخپل دولت كې به تر كله منت بار گرځم
څو به پخپل وطن كې زه په جي سركار گرځم
څو به په تمه څو به زه په انتظار گرځم
څو به د ظلم د ظالم څخه بيمار گرځم
څو به جلبل زه په انگار د استعمار گرځم
بس اوس په تېغ د اتحاد دا زولنې ماتوم
عزم مې كړى استعمار او جېلخانې ماتوم
ما له لوى خدايه د پښتون بيرغ نشان غوښتى
د استعمار ښامار مې گډ په هاى سوران غوښتى
ملي ناموس او لوړ شوكت مې د افغان غوښتى
د پښتنو شرف عزت مې په هر ان غوښتى
بحر عرب نه تر سيند رود مې يو جهان غوښتى
د پښتنو زلمو مې بيا اّ تېر دوران غوښتى
ما خپل گلزار لره له خدايه خپل باغوان غوښتى
تر و تازه مې د پښتون باغ و بوستان غوښتى
د همت تاج مې د پلرو نيكو په شان غوښتى
دې خپل كاروان لره مې خدايږو خپل څاروان غوښتى
وايي سېلاب پښتونستان ملي ارزو ده زما
دا محبوبا په پښتنو باندې پېرزو ده زما

كابل، عربي دارالعلوم_ 11/ چنگاښ/1334