استغنا د حسن كار دى

بې وفا دي بې وفا دي معشوقې
خداى ناترسې په رښتيا دي معشوقې
تور زلفان يې ښاماران څوكيداران دي
ځكه دومره بې پروا دي معشوقې
كه شاهان دي كه وليان كه ملنګان دي
زورورې په هر چا دي معشوقې
دا يې خوى دا يې عمل دا يې مذهب دى
پر جفا دي پر جفا دي معشوقې
چې د عشق درد ته دوا په اخلاص وكه
خدايږو بالكل مسيحا دي معشوقې
كه شبكور د بېلتانه ته ور مدد شي
رهنما دي رهنما دي معشوقې
تل د هجر جېلخانه كې مَېن ژاړي
همېشه په استغنا دي معشوقې
نه يې وژني نه دارو د رنځور كاندي
په بې غورو مسما دي معشوقې
له ډېر خياله يو نظر د رحم نه كا
په بينا كې نابينا دي معشوقې
ولې بيا سره له واړه واقعاتو
د زخمي زړونو دوا دي معشوقې
اى سېلابه! استغنا د حسن كار دى
ګوندې بالكل بې ګناه دي معشوقې

كابل، نوى ښار_ 3/ سرطان/ 1334