سلګۍ

ښه دى چې راغلې ياره خدايږو كړېدم درپسې
لكه د شمعې په خندا كې ويلېدم درپسې
له كوم ساعت نه چې بېلتون غمازي جوړه كړله
خدايږو تر اوسه په سرو سترګو ژړېدم درپسې
نه الوتى نه كېناستى شوم نه ارام و زما
د هجر جېل كې ښكته پورته ځغلېدم درپسې
ظالم ريبار په برندو سترګو غټو غټو كتل
چې ستا په لټه وإى تإى ګرځېدم درپسې
چې ستا جمال به مې د خيال په نندارو كې وليد
لكه ماشوم به وچې شونډې پخسېدم درپسې
ته بې وفا شوې خو ستا غم وكړه وفا راسره
وصال په تمه ستا غم كوټ كې لوبېدم درپسې
وړې وړې سلګۍ مې شامدام په پټه كړلې
له خلكو پټ او كناره به رغړېدم درپسې
يوه شېبه مې ارام نه و كراري چېرته وه
لكه لاټو به وړاندې وروسته چورلېدم درپسې
ستا د بېلتون د جېل بندي وم واوېلا مې كړله
ستا د هجران په سرو لمبو كې سوځېدم درپسې
د تصور درياب كې ناست سېلاب د غم په كشتۍ
د خيال ګلزار كې د عشق ټال كې زنګېدم درپسې

كابل، دارالعلوم_ 6/ سرطان/1334