ازادي وايي
د استعمار تورتم لپاره مشالونه لرم
د خوشحالۍ خوښۍ گلونه امبارونه لرم
د خوار غريب د زړه تسل ته درملونه لرم
د لوى واړه خان او ملنگ په نوم قصرونه لرم
د لوړو څوكو لوړو غرو د خوشحالۍ نسيم يم
چې خان او خوار پرې خوشحالېږي د سيالۍ نسيم يم
زه هغه باد يم چې طوفان په استعمار راولم
ويده رگونه مړه قومونه په چغار راولم
په وچو بوټو زوړ گلزار باندې بهار راولم
تحول نوى، موسم نوى په گلزار راولم
د هر حيوان، د هر ذي روح د سترگو تور يمه زه
د هر مرغه، د هر انسان د زړه ټكور يمه زه
زما په غېږ كې مېلې ډېرې ډېر خوندونه شته دي
زما په مينه هر انسان سره دردونه شته دي
زما په څنگ كې ترقي شته لوړ خيالونه شته دي
زما په غاړه د رنگين سينگار لعلونه شته دي
زما د وصل تمنا ډېر ډېر خوندونه لري
چېرته چې زه يم هغه خلك لوړ خيالونه لري
زه د ورورۍ او اتحاد نن ثمرې لرمه
زه د وحدت او اتفاق څخه مېوې لرمه
زه د يو والي په بوستان كې منظرې لرمه
زه د خوندونو سلسلې خورې ورې لرمه
زه بېرته پاتې ملتونه اعتلا ته بيايم
زه وروسته شوي پس قومونه ارتقا ته بيايم
څوك چې زما سره څه مينه محبت لري
يا مې دوستۍ او خپلولۍ سره الفت لري
يا څه اميد ارزو هيله مې د نعمت لري
يا چېرې خيال د خپل رفعت او سعادت لري
دا مې اعلان دى چې ترې تل ښه ورورلي غواړمه
لويو وړو نه خپلولي عزيزولي غواړمه
وايي سېلاب پښتنو ورونو كه ښادي غواړئ
يا سينگاري عزيزه ناوې ازادۍ غواړئ
يا په دنيا كې لوى عزت او خپلواكي غواړئ
يا د ازادو ملتو سره سيالي غواړئ
ټول لر و بر سره راټول شئ لوړ نشان لپاره
خپل سر او مال كړئ صدقه پښتونستان لپاره
كابل_5/ سرطان/