پام!

اى لرو برو پښتنو ورونو ګوندې پرېدئ
دا پخپل منځ كې ځانځانې او بدبينې پرېدئ
لاسونه يو كړئ اتفاق شئ تربګنې پرېدئ
جګړې جنګونه ورانې جاړې كورنې پرېدئ

ټول كوز او بر سره راټول شئ يو اواز وكئ
زر ځان ازاد كړئ په ازاد ژوند كې پرواز وكئ

لږ ملتفت شئ چې غليم تاسو ته دام ايښى
د بېلابېل لپاره يې ګوښى ګوښى دام ايښى
لويو وړو ته يې طلسم ګام په ګام ايښى
باطن يې يو ظاهر يې بل څه په ځان نام ايښى

هوش كوئ ورونو چې دنيا كې د پېغور نه شئ
دې جادوګرو نه ځان وساتئ نسكور نه شئ

لږ ملتفت شئ فكر وكړئ خوشال خان ياد كړئ
غازي اېمل او ميا روښان، عمرا خان ياد كړئ
غازي ميرويس، غازي محصل محمد جان خان ياد كړئ
وړاندې نيكونه ننګيالي تورزن غازيان ياد كړئ

پام كوئ پام هغو ته نه كړئ خجالت ځانونه
پلرو نيكونو لره پړه او ملامت ځانونه

ټول كوز او بر شئ سره غونډ ملي ژوندون جوړ كړئ
ملي شرف ملي عزت، ملي قانون جوړ كړئ
ملي غيرت، ملي وحدت سره ګډون جوړ كړئ
بحر عرب نه تر سيند روده لوى پښتون جوړ كړئ

اى ورونو زر شئ دا د خلكو طلسمونه كړئ مات
د استعمار ځنې جوړ شوي قوتونه كړئ مات

پښتنو ورونو لرو برو نه وروري غواړمه
پلرو نيكونو غوندې ستاسې سرداري غواړمه
خوبونه پرېدئ زه له تاسې بيداري غواړمه
د پښتونخوا كاڼي اغزي همېش قدري غواړمه

له خدايه غواړم يو اواز او يو اعلان ستاسې
يوه وروري او يو اّزاد پښتونستان ستاسې

1334/3/24_ كابل، دارالعلوم