پښتنه پېغله او د وطن مينه

وطنه ستا شاړې ميرې به يو ځل
په خپلو ګوتو ګلزارونه كړمه
ستا هره دشته كاڼي، پرښه به زه
خپل نوي نسل ته باغونه كړمه
ستا لوړې ځوړې دا رنګينې غونډې
به د سرو زرو امبارونه كړمه
د پلار نيكه په نوم به ستا هر كاڼى
دُر و مرجان او سره لالونه كړمه
ستا هره ګټه مې ليلا ده خدايږو
ستا پاكه خاوره مې دوا ده خدايږو
تا به زه تل د ازادۍ په ګاڼه
لكه د ناوې سينګاري ساتمه
ستا د چمن لوى او واړه بوټي به
تر و تازه تل بهاري ساتمه
ستا سپينې شګې او اوږدې تړې به
لكه فرشونه بلوري ساتمه
اى پښتونخوا ستا هره څوكه به تل
په خپلو سرو وينو قدري ساتمه
پلار مې پښتون، زه يم بچى د پښتون
له تا نه كله قبلوى شم بېلتون؟
ته يې زانګو د پښتنو ننګيالو
لكه ميرويس "غازي" اكبر غوندې
غازي اېمل دې د غليم سترګو كې
تل نېغ ولاړ دى د خنجر غوندې
ستا خوشال خان چې شي مغولو ته ياد
په ماتم ګډ شي د محشر غوندې
هر استعمار درنه په چيغو تلى
د همايون او سكندر غوندې
چې ستا تاريخ په يادېدو راشي
عصر اتوم په لړزېدو راشي
زه ستا د غېږې خوندورې شودې
قسم دى كله هېرولى شمه
وطنه ستا دا دنګې هسكې څوكې
كله پردو ته پرېښودلى شمه
ستا په لمن كې د پردو حكمونه
وطنه زه كله زغملى شمه
كه مې پرې مال عيال شي واړه تباه
پردى واكدار كله منلى شمه

1334/ جوزا/14_ كابل دارالعلوم