د پښتونستان مظلوم ماشوم ته

ماشومه ستا له اسرو ډكې اوښكې
دنګې ماڼۍ په لړزېدو راولي
ستا دا وړې وړې سلګۍ مظلومه
ځمكه اسمان په زنګېدو راولي
ستا د حسرت نه ډك اواز يتيمه
وينه د قام په خوټكېدو راولي
قسم دى ستا ساړه ساړه اسوېلي
مړه او ژوندي په ژړېدو راولي
دا ستا له حاله دي خبر پښتانه
په ماتم ګډ دي لر و بر پښتانه
ستا په پوښتنه د پښتون بچوړيه
له پښتونخوا نه قافلې راځي
ستا په سودا د هر پښتون له سترګو
د سپينو اوښكو سلسلې راځي
ستا د نيكونو د تېر برم په ياد
په غلميانو زلزلې راځي
ستا د وطن د لوى عظمت په نامه
په كاڼو بوټو ولولې راځي
ستا هره اوښكه قيامتونه غواړي
له شا زلمو نه غيرتونه غواړي
بس دى ونه ژاړې سلګې بس كړه
په دې ژړا پسې خندا شته دى
رنځونه ډېر دي دواګانې ډېرې
چېرته فرعون هلته موسى شته دى
دا د غم توره شپه به ستا شي رڼا
هرې تيارې پسې سبا شته دى
خداى به ډېر زر پښتونستان جوړ كړي
دغه اميد نن د هر چا شته دى
دا زحمتونه به راحت شي اخر
له خاورو پورته به ملت شي اخر

1334/ جوزا/ 8_ كابل