د مينې چمچمار

د مينې نندارو ته نندارو سره راځه
د عشق ميخانې ته په نخرو سره راځه
سرې شونډې سرې منګولې سور دې ټيك دى په تندي
راځه په شرنګ وپرنګ له سپينو سرو سره راځه
وړې وړې سلګۍ مې ورانوي هر دم خولګۍ
ريباره كه راځې له پريرو سره راځه
د هجر خزان سوې باغچه وصل كړه ګلزار
بلبله كه راځې له نغارو سره راځه
سېلاب په زړه كَړم كړمه د مينې چمچمار
جانانه پاړوګره منترو سره راځه

كابل_ 1/3/1334