زلمو ته د ننګيالې پېغلې پيغام

وړې وړې سلګې مې ډېرې وكړې
ولې د رحم سينه چا كې شته دى
نارې سورې مې څو څو وارې وكړې
چې انصاف دار ټولى كوم خوا كې شته دى
د عدالت او حقيقت ټولنې
په كوم وطن كومه دنيا كې شته دى
چې رانه وشكوي اسباب د ظلم
په اور كې وسېځي كتاب د ظلم
ژبه مې ستړې شوه په ډېرو چيغو
ولې نارې مې چا وانه ورېدلې
شور و فرياد مې څو څو وارې وكړو
زما په لور تش چا ونه كتلې
صبر و طاقت حوصله تنګه شوله
خدايږو ظالم لا پښې وخرلې
ظلم و شدت يې لا زياتېږي پسې
زما حقوقو ته ترپېږي پسې
زه نوره تنګه په دې ژوند كې يمه
ځم د خوشال بابا مزار ته يو ځل
د پښتنو له لاسه ژاړم ورته
آد پښتو د ادب پلار ته يو ځل
بيا به وروړمه بې ننګي د پښتون
هغه د عزم وستاكار ته يو ځل
بابكه حال دې د بچو وګوره
د ماشوم زخم د برچو وګوره
اى لرو برو پښتنو زلمو!
ستاسو له لاسه فريادي ورځمه
ستاسو له لاسه به خوشال بابا ته
زه په نارو سورو عرضي ورځمه
ستاسو وحدت ننګ او غيرت څه شو؟
په شكايت له هر كندي ورځمه
بس دى راټول شئ اتحاد وكړئ
ننګ د خوشال بابا په ياد وكړئ
پاڅئ ژوندون د كسالت پرېدئ
خوندونه واخلئ له وحدته څخه
پلرو نيكونو په يادګار لږ څه
متنفر شئ له فرقته څخه
ځانونه خلاص كړئ د ورورې په توره
د استعمار له لوى اّفته څخه
ځانته خپلواكه ژوند روښان جوړ كړئ
خپل مستقبل پښتونستان جوړ كړئ

1334/ ورى/20_ كابل، عربي دارالعلوم