احمد شاه بابا وايي

راشه اى شماله چې نرى نرى چلېږې ته
واخله دا پيغام مې پښتنو ته به رسېږې ته
ځې د پښتونخوا له كاڼي بوټې به چورلېږې ته
ګورى حصار نه شې دقيقه به نه ودرېږې ته
هر لوى او واړه ته به بلبل غوندې ګړېږې ته
نرو ښځو ټولو ته به دا رنګه غږېږې ته

وړې به كورا كور و پښتنو ته دا هيلې زما
دا د ارزوګانو اميدونو قافلې زما

لاړ شه لوى وړوكي د پښتون ته دا خبر وكه
دا خبره هلته ګورى ښه په زېر او زور وكه
هله ځان مرغه كړه زر شه والوځه وزر وكه
غږ د ايله ځي نه هر پښتون ته لر و بر وكه
چيغه د يو والي پښتنو ته له خيبر وكه
عرض مې ننګيالو زلمو ته ته ډېر مختصر وكه

وايه پښتنو ته زر كړئ جوړه ورورولي خپله
زر سره راټول شئ كړئ تازه پښتونولي خپله

اى زما باتورو ننګيالو بچو خبر اوسئ
وخت دى د وحدت او د يو والي برابر اوسئ
څو به ورور له وروره بر ناحقه مرور اوسئ
څو به د پردو جادوګرانو مسخر اوسئ
څو به كورنۍ بدۍ ګوندۍ نه در په در اوسئ
څو به د پردو د لاس امسا پردي نوكر اوسئ

خلاص دا ښكته پورته جهان واړه له جنجاله شو
هندو كه برما په ازادۍ باندې خوشحاله شو
دروند د غمو پېټى دم په دم پښتونه تاله شو
ژوند دې نن قسم دى ډېر پيكه له كوتي لاله شو
حال دې په ورو ورو سره نژدې د عدم خوا له شو
هله پاڅه زر شه استعمار لنډ پښتونخوا له شو

اى بچيانو ده دا پښتونخوا د زړه قطره زما
دغه هره ګټه خټه تل وه ننداره زما
زړه كې راته نښه هر يو بوټى تاتره زما
دغه هره پاڼه ده يادګار هره ميره زما

تاسو سره كاندي هر يو كاڼى مشوره زما
كال په كال دوى نيسي پسرلي كې سالګره زما

اى پښتنو پام كړئ چې داخل ورته اغيار نه شي
دلته مې ژوندون د ګور په غولي ناكرار نه شي

زر شئ لرو برو پښتنو ورونو وحدت وكړئ
ټول د اتحاد او اتفاق سره الفت وكړئ
ټول په يو اواز له خپل دښمن څخه نفرت وكړئ
خپل پښتونستان كې مو پخپله حكومت وكړئ
واورئ تباه كېږئ ورونو غم د عاقبت وكړئ
لږ خو د خپل پلار نيكه ناموس باندې غيرت وكړئ

پاڅه اى سېلابه! ژوند مشكل په دې طوفان كې دى
خدايږو احمدشاه بابا دې حال ته په خپګان كې دى

1334/ ورى/14_ كابل