د ملغلرو باران
تورې څڼې دي كه تور څوكيداران دي
تور باڼه كه تورې لړې د طوفان دي
تورې زلفې دې كړې وړې په لېچو
كه په څانګو د چندړو ښاماران دي
دا جلوه په كوه طور د محبوبا ده
كه په توره شپه شغلې د سره پېزوان دي
سره عقيق دي چې ځلېږي سره پالنګ كې
كه سره كړي په نكريزو چا نوكان دي
دا شين بڼ شين پسرلى دى نه پوهېږم
كه په شنو بخملو رغښتي ګلرخان دي
نه پوهېږم شا ليلا له خندا شنه ده
كه شنې شوې غاړې مورګې د اسمان دي
دا په بڼ كې دى باران د ملغلرو
كه روانې سپينې اوښكې په ګرېوان دي
دا ږلې ده چې په لپو لپو اوري
كه په خوله كې سپين غاښونه د جانان دي
چې مې لور په لورې څومره لټه وكړه
هرې خوا له په ماتم ګډعاشقان دي
اى سېلابه! عاشقي اسانه نه ده
عالمونه د ګلرخو په ارمان دي
كابل، پغمان_ 12/ حمل/1334