دغم دسمندر چپې

ځان خبر زما په حال كړه دلربا
 يم راغلى ستا دربارته په ژړا
 
 زه ملنګ خاص د قلنګ په تمه راغلم
 ومې نه شړې له دره بېنوا
 
 د وصال په تمه تمه سودايي شوم
 كند كچكول مې كړل په غاړه شوم ګدا
 
 ستا بيلتون دى لېونى رانه جوړ كړى
 ځكه غواړمه د سرو شونډو دوا
 
 نورمې حال د زنكدن دى ګرانه ياره
 خداى لپاره خواله راشه په خندا
 
 ستا دغم لوى سمندر چپې چې موج شي
 سېلاب چيغې كړې چې و خوږه اشنا