د اميد سترګې

له خاپوړو تر بلوغه
دا عجب ښكلى ديوان دى
كله خوښ كله غمګين يم
ناكرار شانته ګذران دى
كشمكش د واقعاتو
مشكلات يو بېل جهان دى
د دوران د زمانو نه
راته جوړ يو لوى طوفان دى
د ژوندون هره صحنه مې
ګوښې ګوښې يو داستان دى
سر وهلى غاښ وتلى انقلاب د زمانو نه
په تشويش او اضطراب كې رنګا رنګ سوو داغونه

ژوندون څه دى يو درياب دى
مد او جذر يې روزګار دى

لكه باد قرار يې نه شي
تل په تېښته او فرار دى
كله پورته كله ښكته
ګړنكېو سره يې كار دى
چې يې څومره لټ په لټ كړې
سر تر سره تار په تار دى
د اميد سترګې څلور شوې
يو شنډ شوى انتظار دى
نيم په خوب نيم نا ارامه تېرېدونكى په شتاب دى
د ازمېښت او ابتلا نه راجوړ شوى دا كتاب دى

هره پاڼه د ژوندون مې
يوه ځانګړې افسانه ده
د راحت او له زحمته
جوړه شوې ترانه ده
د اشنا تشو كتو ته
منتظره يارانه ده
تل د ياْس له سپينو اوښكو
ډكه شوې پيمانه ده
چې مې خپله برخه خواره
څه ګيله له بېګانه ده
همېشه له نفس شيطانه سرګردانه لالهنده
تل د هجر له سودا نه يم روان په ورانه كنده
مصايب دي وار له واره
د باران په څېر ورېږي
د خزان له ډېرې وېرې
هر اندام زما رپېږي
د بېلتون ظالم له لاسه
مې همېش اوښكې بهېږي
تل د هجر جېلخانه كې
خوار مَېن غريب ژړېږي
تورې زلفې ول په ول مې
خدايږو دم په دم يادېږي
څو به سوى لوغړن يم د بېلتون شړو ميرو كې
تيروم به شپې تر كله د جفا په جزيرو كې

كابل_ 13/ حمل/1334، د يكشنبې ورځ