داستان

پښتونخوا ښكلى گلزار دى د پښتون
پښتونخوا ښكلى بهار دى د پښتون
د وطن په هر خس سر خپل وركوي تل
په همدغه افتخار دى د پښتون
دښمنان يې همېشه دي ځغلولي
خونرېزې كې سر او كار دى د پښتون
همېشه يې ښكاره كړې ده مېړانه
ننگ غيرت ميراث د پلار دى د پښتون
چاته يې نه ده ټېټه كړې كله غاړه
گردن لكه چينار دى د پښتون
غلامي د بل غلام كولى نه شي
خان ملك دى او كه خوار دى د پښتون
توپ ټوپك د پښتنو زلمو گاڼه ده
توره سپر ډول سينگار دى د پښتون
كه واړه كه يې زاړه كه يې ځوانان دي
شكر هر زلمى سردار دى د پښتون
د وطن ساتل يې فرض د ځان گڼلى
له وطن ځنې سرجار دى د پښتون
خپلواكۍ په لار كې سر قربانوي دى
دغه كار دغه روزگار دى د پښتون
خدايه جوړ خو ته ازاد پښتونستان كړې
خدايږو د اشرف وقار دى د پښتون
اى سېلابه! ښه قلم اّزاد پيدا كه
ازادۍ لره تلوار دى د پښتون

5/1/1334