لويې جرګې ته د پښتون هركلى

لر و بر ملي مشرانو ستړي مه شئ
اى سپين ږيرو په مونږ ګرانو ستړي مه شئ
اى خانانو ملكانو ستړي مه شئ
اى لويانو عزيزانو ستړي مه شئ
غواړو ستاسې كاميابي له ذوالجلاله
همېشه مو خوشحالي له لا يزاله
اى ښاغلو لوى شوكت مو مبارك شه
د ټولواك لوى مصلحت مو مبارك شه
تاريخي لوى حركت مو مبارك شه
دا بلنه دا صحبت مو مبارك شه
خيبر غوږ نيولى ستاسو مشورې له
نسيم زېرى سحر وركه تاترې له
ارزوګانې مو كږې دي ستاسو خوا له
يو ولاړ غوږ په اواز ستاسو ندا له
نور كړو تنګ پښتون، پردو پخپله جاله
عرض مو دادى محترمو ستاسو خوا له
ښه نظر د تدبير وكړئ زمونږ لور ته
د يونټ اور يې راواچاوه زمونږ كور ته
اى مشرانو اى سپين ږيرو وكيلانو
اى ښاغلو، محترمو، عزيزانو
اى زمونږ په حال غمجنو غمخوارانو
شئ خبر چې مونږ نور تنګ كړو ظالمانو
خپل وطن راڅخه اخلي مونږ شړي اوس
كه څه وايو خو په وينو مو لړي اوس
كورا كور يې په مونږ وكړه بمبارونه
وار په وار يې په مونږ ډك كړه تور جېلونه
راته ږدي د استعمار نقشې دامونه
كړي ظلمونه رنګ په رنګ او غرونه غرونه
زولنې لا د زلمو پښو كې شرنګېږي
شهيدان مو د تاريخ كله هېرېږي
خواوشا مو اتكړې او زولنې دي
سراسر په غم لړلې افسانې دي
جباري ده، غداري ده، بهانې دي
د ماشوم په اوښكو ډكې پيمانې دي
اى ملي مشرانو دغه زمونږ حال دى
دا زنځير دى، دا كړې ده، دغه جال دى
لر و بر راباندې جوړه غلبله ده
بس زمونږ د مرګ او ژوند مقابله ده
د بمونو بمبارونو ګرد له ده
را روانه د ظلمونو قافله ده
بس يو مونږ غوږ اواز ستاسو فيصلې له
ښه دقيق شئ دې باريكې مسئلې له
نور مو خدايږو د غم شپه په اوږدېدو ده
د عظمت ماڼې ورو ورو په ړنګېدو ده
سلسله مو د تاريخ په سلبېدو ده
نور مو خداى مه كه شمله په ټيټېدو ده
پاتې بس اخري دغه انتظار دى
ستاسو غږ ته مو زړګى خدايږو بې وار دى
د سېلاب كامه وال تاسو ته سلام دى
تمنا يې سعادت د ټول اسلام دى
هركلي كې يې تقديم كړى دا پيغام دى
فيصلې ته د جرګې مو زړه نا ارام دى
تاسې ټول غواړي كامياب له پاك منان
هم له خدايه مستقل پښتونستان

1334 كال_ د كابل د لويې جرګې په مناسبت
د جګړې ډګر