ملنګ
ملنګ مې مه بوله زړو جامو كې
د ارزوګانو امېلونه لرم
د ياس څپېړه مې په مخ خوړلې
په مات كچكول كې جهانونه لرم
كنډول د صبر چې په لاس ګرځوم
خپل مستقبل ته اميدونه لرم
تورې كيږدې ته په تحقير مه ګوره
د كارنامو افتخارونه لرم
ما حوادث د زمانې ليدلي
بل مې د ژوند ډېرې پردې ليدلې
ماته نسبت د ملنګې مه كوه
زه فقيرې كې ځان پادشاه بولمه
شېبه ګيز ژوند د ازادې ځان ته
خدايږو همدغه روح او سا بولمه
وطنه تاته چې تل ګل وايم
قسم دى ځان دا ستا بورا بولمه
ټوله دنيا به برابره نه كړم
وطنه ستا بوټو رنګينو سره
غوټې غوټې مې له خنجره څاڅي
تل كوم لوبې د سرو وينو سره
د بې ننګې له ژونده مرګ ښه ګڼم
پښتونولې د قوانينو سره
ماته له هر څه ده خوږه ازادي
غرض مې نشته د سرو سپينو سره
زما مرام زما ارزو ازادي
په پښتنو مې ده پېرزو ازادي
چې له بازانو قلنګونه اخلم
خدايږو پښتون هغه شهباز يمه
ويده كاروان چې ويښوم له خوبه
هغه جرس هغه اواز يمه
چې د چا امر تسلط نه منم
په دې صفت باندې ممتاز يمه
چې بېګانه له خپل ګلزاره شړم
د پښتونخوا هغه سرباز يمه
عرض مې كړى ګلستان جوړوم
وايي سېلاب پښتونستان جوړوم
كابل_ 1334