يو پښتونستانى زلمى وايي
زما د سوز او ژړا كړيكې همېش
دا لاندې ځمكه پاس اسمان اوري
نارې د غم ډكې له بلو لمبو
زما د شور دا ټول جهان اوري
د ظالم ظلم او د زور خبرې
د مظلوم چيغې هر انسان اوري
ولې صحنه د عدالت چېرته ده؟
بله ډيوه د حقيقت چېرته ده؟
وزر مې وچ، ژبه مې گونگه شوله
اوس په يو لوري الوتلى نه شم
صياد كړم بند پروت په پنجره كې يمه
حيران يم هېڅ طرف ته تللى نه شم
گناه مې څه زما تقصير كوم دى؟
زما ددغه خوب تعبير كوم دى؟
هو زه پوهېږم خبردار يمه
نه مې كوم جرم نه گناه كړې ده
نه مې د چا نه كومه غلا كړې ده
خدايږو پوهېږم گناهگار يم ځكه
چې مې د خپل حق ادعا كړې ده
بس دا گناه ده دا تقصير دى زما
لاس كې كړۍ پښو كې زنځير دى زما
په ما او ده كې گناهگار دى څوك
چې پخپل حق مې ربړوي او تړي
تاسې حق بين شئ چې بد كار دى څوك
په خپل وطن كې مسافر گرځمه
ځم محكمه د عدالت لټوم
څو به اسير څو به دستگر يمه
زه نور دا رنگ ژوندون كولى نه شم
څو به بې واك څو به ناتوان گرځم
زه دا پردي بارونه وړلى نه شم
څو به د جېل د كوټې لاړي شمارم
زه دا ناقي بند تېرولى نه شم
بس دى او بس دى خدايږو بس دى نور
له ظلمه تنگ زما نفس دى نور
زه نور زنځير د اسارت پرېكوم
دې خپلې خاورې كې خپل واك غواړم
دا جېلخانې او زولنې ماتوم
ازاد ژوندون او ازاد ژواك غواړم
د پښتونخوا پاك او سپېڅلى وطن
د استعمار له جرړو پاك غواړم
كابل_ ورى/1334