د مينې قهرمان
د خيال مرغه مې پروازونه كوي
شاوخوا ځمكه بيا اسمان لټوي
ځي تكيه ګانې دوهمۍ ګانې ګوري
چېرته د مينې لېونيان لټوي
شړو دېرو د پښتنو ته ورځي
پكې مومند عبدالرحمن لټوي
د ازوګانو امېلونه وروړي
د پښتنو زلمو عرضونه وروړي
رښتيا چې ته وې حقيقي قلندر
تا په خرقه كې و ژوندون خوښ كړى
ستا زاهدي هم له ريا وه خالي
تا ځانته و صحيح قانون خوښ كړى
تا احمقان بلل عشاق د دنيا
ځكه دې و ترېنه بېلتون خوښ كړى
ستا خو پكار نه وې پيسې او دولت
ته غني كړى وې دې خپل قناعت
ته بې پروا وې په دولت د مينې
له مافيها او له جهانه څخه
ته وې اقرار چې يو دينار نه لرم
مستغني وې له سلطانه څخه
په سادګې ژبه معجزه ګړېدې
عشق دې څرګند دى له ديوانه څخه
د ګمراهانو رهنما وې رښتيا
له بدخواهانو بې پروا وې رښتيا
تا د پښتو شعر و ادب په ګلزار
قسم دى ډېره رڼايې راوستې
تا د شاعر د قافيې په وطن
خدايږو بې شماره هوسايي راوستې
ته هم شاعر وې هم صوفي او زاهد
تا په ړندو تل بينايي راوستې
تا لكه شمع په خندا كې ژړل
تا د هجران په كربلا كې ژړل
ستا د كلام مشك و عنبرې وإمې
خورې ورې له پښتونخوا نه تللې
ستا د رښتينې عاشقې هنګامې
هر خوا د مينې قهرمانه تللې
هر پښتانه يې په پېشوا بللى
لويو وړو يې په بابا منلى
ستا په مزار مشاعرې وې همېش
د پښتونخوا د شاعرانو زلمو
ستا په يادګار تل سالګرې نيولې
دغو حساسو اديبانو زلمو
د پاكستان له لاسه ستا په مزار
نن دي سورې د ننګياليانو زلمو
كه و پخوا ستم مغول جوړ كړى
نن پاكستان پكې غوبل جوړ كړى
لوى او وړوكى د پښتون بچوړى
ملي وحدت خپل حكومت غواړي
نور تشدد ځنې دي تنګ بابكه
ستا نه نظر او كرامت غواړي
ټول لر و بر محكوم ازاد پښتانه
اّزاد ژوندون خپل شرافت غواړي
وايي سېلاب خپل ګلستان جوړوو
ستاسو يادګار پښتونستان جوړوو
1333/ كب/29_ كابل، عربي دارالعلوم