ماته دا بحر بې پايان ښكاري

ما د فطرت په پوهنځي كې لوستي
د ژوندانه د اّزادې درسونه
ماته دا ټوكې مسخرې ښكاري
چې بندوي مې څوك اّزاد وزرونه
راځه راځه په دې كې مه وهه چرت
په دې كې مه ګوره چټي فالونه
مور په زانګو كې وم لا كلك تړلى
خبر په دې دي شاوخوا ملكونه
خو دا مې واوره چې خطا دې كړې
منډه بې ځايه ناسلا دې كړې
څه وړاندې وروسته چې كتلي دې واى
بيا به دې كله دې ته كړى و خيال
خدايږو پوه نه شوې وارخطا شولې
خوشې بې ځايه دې خور كړى دى جال
تا چې ددې عنقا نيول كول
تا به دې ويلى و استاد لره حال
دا عنقا هېڅ ښكاري نيولې نه ده
ددې په هڅه كې هر يو شو پايمال
راشه لا اوس دې هم صورت دى پر ځاى
بل ورسره دې بصيرت دى پر ځاى
په دې خبر شه خطرناكه ده لار
په دې كې تله ستا راته ګران ښكاري
راشه واپس شه په دې لاره مه ځه
په دې كې ماته ستا تاوان ښكاري
وړاندې كمرې دي د سيند پر غاړه
زما نظر كې دا ځاى وران ښكاري
هلته مې هم څه لږه وېره شته دى
ماته دې ورېځ پسې باران ښكاري
مه كوه دې كې ځان لاهو نه كړې ته
ماته دا بحر بې پايان ښكاري
ښه به هم دا وي چې پنجې وباسې
له دې پردي وطنه پښې وباسې
په دغه خاوره د چنګېز هلاكو
وكه باور داړې وتلې دې نو
دلته مغول په ډېر كرات او مرات
دې پښتنو زلمو رټلى دى نو
د سكندر سورې يونان ته لاړې
ځكه خو ټول جهان حيران حيران و
ډېر طاقتونه قوتونه دلته
د غيرت توپ كې الوتلي دي نو
دا كاڼي بوټي ددې خاورې همېش
پښتون په سرو وينو ساتلي دي نو

كابل_ 29/ كب/1333