مشك و عنبر

په وصال كه مې سر لاړ، لاړ دې شي
په كمال كه مې زر لاړ، لاړ دې شي
له ټولي د عاشقانو نه چې شمېر شم
كه له ما نور هنر لاړ، لاړ دې شي
چې وصال د اشنا شي زما په برخه
كه هجران په سفر لاړ، لاړ دې شي
چې يو ځلې رښتيانۍ مينه ښكاره كړي
كه بيا بېرته دلبر لاړ، لاړ دې شي
زه يوه ګړۍ وصال د اشنا غواړم
كه پرې دُر او ګوهر لاړ، لاړ دې شي
چې د سرو لبو شربت يو وارې نوش كړم
كه بيا مشك و عنبر لاړ، لاړ دې شي
كه نېستي هستي ثروت او ګټه ټول مې
د وصال په زېور لاړ، لاړ دې شي
چې يو ځلې د وصال په مۍ نېشه شم
كه مې روح په بستر لاړ، لاړ دې شي
سېلاب وايي سر و مال كه زما دواړه
ستا د عشق په دفتر لاړ، لاړ دې شي

ننګرهار، كامه_ 30/ جدي/1333