دوصال كوټي دارته
شهيد شوى ستا دزنې په خال زه يم
غمزده په زړه زخمي او ملال زه يم
دوصال جامونه غواړم نه يې مومم
پروت بستر باندې بې دمه پر كال زه يم
هغه ورځ ځنې مې رنګ د كتو ندى
چې وهلى ستا د هجر شمال زه يم
اندېښنو ځنې جوړ شوى مې وجود دى
بيا په غم باندې رنګ كړى كلال زه يم
د هجران په جېلخانه كې تل ژړېږم
دې صفت كې د مجنون انډيوال زه يم
موړ به نشم كه څوك راكړي دنيا واړه
چې د وصل له دولته كنګال زه يم
ياره ستا دمينې زور دى پرې پوهېږم
چې ماهي په څېر بې تېغه حلال زه يم
كوټي دارته دوصال "سېلاب" نارې كړې
خريدار دې د خروار او مثقال زه يم
چې دمينې مقتديانو ته اذان كړي
"سېلاب" وايي خدايږو هغه بلال زه يم