ټك او پترى

قبول كړى چې مې ستا ظلم و تېرى دى
ما نوش كړى ستا د مينې كټورى دى
ياره ستا تر بيا ليدو به پرې موړ ګرځم
چې مې كړى ستا په شونډو سبنارى دى
سپينو واورو كې چې لوڅ خولې خولې يم
خدايږو ستا د مينې ډېر تود نغرى دى
يا يې غلا زما د زړه په بل چا كړې
يا مې يار ادم زاد نه دى ښاپېرى دى
نرې وريځې نرې شونډې نرې پوزه
باور وكه چې رښتيا په ملا نرى دى
چې ګومان مې پرې د بلې خوا ونه شي
اشنا هم زما په شانته ننګرهارى دى
كه هزار غمونه نور د ژوندانه دي
د هجران پنډوكى پاس پرې سربارى دى
خدايږو زه ملامت نه يم چې ژړېږم
چاودينك بېلتون په هر چا مزرى دى
بې له ياره مې نه خوب ونه خوراك شته
ژوند مې تريخ لكه زقوم او ګنډېرى دى
د سېلاب د رنځ علاج ته حكيمانو
حكم كړى چې وصال ټك و پتری دى

ننګرهار، كامه، غازي كوټ_ 11/ جدي/ 1333