دړې وړې زړه

چې ارزوګانې شي راټولې سره
يوه تر بلې وروسته كېږي كله
د زړه په سر چې ورېځ د غم شي پيدا
باران د اوښكو كرارېږي كله
د تورو زلفو په سودا لېونى
دم او تاويز باندې رغېږي كله
زه نور د هجر تاب لرلى نه شم
خدايږو د صبر انږى وړلى نه شم
سترګې خو دواړه كړې كږې انتظار
ناصحه بس دى نصيحت څومره
د حوصلې پوكڼۍ وچاودله
ريباره بس دى مصلحت څومره
رڼو رڼو اوښكو رودونه كړه جوړ
نګاره بس دى نزاكت څومره
چې مې په غاړه دى كچكول د مينې
ولې به نه غواړم الكول د مينې
زړه مې لا هلته دړې وړې شولو
چې تصور كې فال خطا ووتو
په ما چې راغله پركالي د مينې
زړه له ګوګل ځنې په غلا ووتو
حال يې له دېنه هم بتر وشمېره
څوك چې له كوره ناسلا ووتو
اوس كندې كروندې لټوم ورپسې
وړې وړې سلګۍ وهم ورپسې
پام كړه خندا باندې مې تېر ونه خورې
زړګى مې ډنډ كې د سرو وينو لامبي
خندا يې مه بوله ژړا ده واړه
خيال دې په ټال د اميدونو زانګي

څنګه به جوړه شي خندا لره خوله
زاغ چې په ولو د بازونو دانګي

شونډې مې تل مرې مرې په ژړا
تېروم ټولې شوګيرې په ژړا

ستا د جمال په نندارو پسې مې
سېلاب د اوښكو په چپو راځي
چې شم بېخوده د خودۍ له زوره
ارمان د تېرو ورځو شپو راځي
وصل دې سخت شو د عنقا تر نېوو
ځكه سستي په زړه او خپو راځي
زانګو د غم په زنګېدو راغله
ماڼۍ د ژوند په كږېدو راغله

كابل، د شهرا را شپه_
17/ عقرب/1333