د رنځ دوا

د وحدت نارې سورې دي نن په هر گوټ د دنيا كې
د نفاق په رنځ رنځور دى خاص پښتون په پښتونخوا كې

د افق په كنارو كې
اشارې د صداقت دي
د اسمان په ستارو كې
تدريسونه د الفت دي
د مرغانو كتارو كې
اوازونه د وحدت دي
د توتيانو په نارو كې
تبليغونه د غيرت دي
د بلبلو په نخرو كې
تل نغمې د قرابت دي

هر قام ورسېد مرام له د عرفان په اعتلا كې
د نفاق په رنځ رنځور دى خاص پښتون په پښتونخوا كې

جهان ويښ شه همه واړه
خپل تاريخ رايادوي
كار ته يې ونيوله غاړه
نن اتوم ايجادوي
كه خاره لري كه شاړه
تمامي ابادوي
اوس تياره د جهل لاړه
لوړ تعليم ارشادوي
كه كارغه دى كه خراړه
خپل ژوندون ازادوي

اور د وينو مې له سترگو شو جاري په دې سودا كې
د نفاق په رنځ رنځور دى خاص پښتون په پښتونخوا كې

اى پښتونه تاته وايم
پاڅه پاڅه وخت د كار دى
زه شغله د سپين سبا يم
لمر ختلى سپين سهار دى
زه موقع د رنځ دوا يم
هله ويښ شه نن دې وار دى
دا خبره درته ښايم
غلامي پښتون ته عار دى
زه سېلاب تل په ژړا يم
چې پښتون قام ولې خوار دى

تل همېش گرځم يوازې د غمونو په بېديا كې
د نفاق په رنځ رنځور دى خاص پښتون په پښتونخوا كې

كابل_ 16/ عقرب/1333