د وطن مينه
زما وطنه په ما ګران وطنه!
ځانه ځيګره د افغان وطنه!
چې تېر عظمت دې بيا راولړزوم
په زړه مې نشـته بل ارمان وطنه!
د ننګ ټاټوبى د غيرت سـيمه يې
ام البلاد يې د نهضت سيـمه يې
ستا غاړې غرونه داستانونه لري
ستا دنګې څوكې تېز بازونه لري
مـيوند دې ځانله بيانونه لري
د ملالۍ د ننګ وياړونه لري
زمونږ د مينې بدخشان وطنه!
اوسی اوچت په درست جهان وطنه!
د اتلانو بـاتورانو زانګو
زړه د ايشيا په تا ودان وطنه!
ستا سپېرو دشتو نه باغونه ځار شه
ستا زيږو كاڼو نه لالونه ځار شه
په سر د ځمكې يې اسـمان وطنه!
ځانه ځيګره د افغان وطنه!
ستا د سپين غر ستا د پامير په څوكو
د هندوكـش د تر اجمير په څوكو
زما د خيال شاهين پرواز كوي
د عقابانو سره راز كوي
اى د ښكلا د ښـاپېرو وطنه!
د تماشو د نندارو وطنه!
ستا جړوبي او ابشرونه څه دي؟
سـتا شنې درې او ګور ځنګلونه څه دي؟
ستا د كونړ د څپو شـور څه دى
ستا د هلمند موجونه زور څه دى
دي د مستې او د غيرت درسونه
د نوي ژوند د حركت درسونه
ستا برېتور زړونو كې زور لري
ګوګل كې ستا د مينې اور لري
له روهستان دې شه ملكونه لوګى
له يو يو ځوان دې شه زرګونه لوګى
مونږ تل دركړى امتـحان وطنه!
ځانه ځيګره د افغان وطنه!
اى د غوريانو د سـوريانو سيمې
اى د هوتكو ابداليانو سيمې
ستا د زابل كابل تخار نه لوګى
ستا د بادغيس بست ننګرهار نه لوګى
ستا ايلبندونو سړبندونو نه ځار
ستا د زلمو د غورځنګونو نه ځار
تورې كيږدۍ دې د عظمت نښې دي
زمونږ د مټو د طاقت نښې دي
ستا د ميوند او د بولدك راغونه
ستا د كوكچې او د ترنك سازونه
د بلخ كنډرې د سيستان ډاګونه
تازه كوي د تېر كاروان يادونه
زېرى په تا نوى ژوندون راځي
ليلا خبره كړئ مجنون راځي
اى د غازي د قهرمان وطنه!
ځانه ځيګره د افغان وطنه!
چې ستا په غېږه كې لوى شوى يمه
سـتا نيمګړتيا باندې پوى شوى يمه
چې ابادېږې خوشـحالېږم درته
خدايږو جامو كې نه ځايېږم درته
شكر چې بيا دربندې وار راځي
په لوړو ځـوړو دې بهار راځي
ستا په سپېرو خاورو سوګند كومه
ستا د عزت په مينه ژوند كومه
شاړو ميرو نه دې ګلزار جوړوم
ستا د ښكلا د ناوې هار جوړوم
سیلاب په ډاګ دغه اعلان كومه
وطنه تا سره پيمان كومه
په دل ارام به د يم1) ارام نه شمه
څو وروسته نسل ته پيغام نه شمه
سـتا كاڼو بوټو نه قربان وطنه!
ځانه ځيګره د افغان وطنه!
1356/4/20_ كابل، پروان مېنه