د زلمي افغان سندره

زه د ازادۍ د لويې لارې قهرمان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه
څو وارې وتلى زه له دغه امتحان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه
ما د ازادۍ په ډيوه كړي غورځنګونه دي
ما د وطن مينه كې زغملي كړاوونه دي
تل مې تنبولي د زورګيرو قوتونه دي
ډك مې د غيرت له كارنامو نه تاريخونه دي
تل د استعمار لپاره تندر د اسمان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يـمه
مينه د وطن زما په وينه كې نڅېږي تل
زړه مې د غيرت ډګر سنګر ته هوسیږي تل
واړه نړيوال زما همت لره ځـورېږي تل
دا فخر مې بس دى چې جهان راته پسخېږي تل
شكر چې په دې صفت منلى ټول جهان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه
سر و مال مې جار دى د وطن له غاړو غرونو نه
خپل اغزي مې خوښ دي د پردي باغ له ګلونو نه
دا د ازادۍ ژوندون مې ډك دى له خـوندونو نه
زړه مې په ټوپونو دى د مينې له موجونو نه
زه د ګران وطن له هر يو كڼكي نه قربان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه
شكر خپلواكې او ازادې ښـكلى نعمت لرو
واړه خوږ ژوندون د ورورولۍ او محبت لرو
ټول له څېرمې عشق د ګران وطن ملي ثروت لرو
ننګ لرو، غيرت لرو، همت لرو، طاقت لرو
زه د وطن مينه كې رښتينى پهلوان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه
دا وطن زانګو د تمدن د عظمتونو دى
هم علمبردار د ازادۍ د ملـتونو دى
دا ام البلاد د ټول جـهان د نهضتونو دى
ډك د اتلانو د بچو له قوتونو دى
زه سیلاب يې لا د لوړ نه لوړ نوم په ارمان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه

1356/3/4_ كابل، پروان مېنه