په موجونو دى د مينې سمندر بيا
چې ريبار يې د راتلو راوړو خبر بيا
د هوس مرغه مې پرانيستل وزر بيا
دا ويده بخـت مې له كومه رابيدار شو
چې تپوس له مې راځي د زړګي سر بيا
له مستۍ نه مې زړګى وهي خېزونه
چې راځي مـباركۍ له لر و بر بيا
يو بهار شو بل د يار د راتلو زېرى
خود به ما ګڼي ملګري بختور بيا
بيا خيالونه خوري ټالونه چورلكونه
ګرځوي مې د وطن په سم او غر بيا
بيا سپېره ډاګونه واړه الواني شول
ارزوګانو ته يې پرانسـتلو ور بيا
بيا امو اباسين دواړه په څپو دي
په موجونو دى د مينې سمندر بيا
سينګار شوې د بهار ناوې را درومي
لويه ورا لويه ښـادي ده لوى اختر بيا
ټنګ ټكور دى برېښـناګانې ګډاګانې
چې پړقېږي په اسمان كې توره سپر بيا
قافلې په شرنګ او پرنګ ځي سردرو ته
نندارې ته يې سر وېسـتلى دى نښتر بيا
شړهار دى كټهار دى قهقهې دي
زركو ځان كړو اتڼونو ته ببر بيا
په درو په ګلكڅونو غاړو مورګو
كړي بلبلې توتيان يو ځاى شور و شر بيا
هم وږمې دي هم نغمې هم ترانې دي
اتڼونه دي په هر پاڼ او كمر بيا
ځمكې شين بخمل اغوستى شنه شنه خاندي
سره و زېړ ګلان په غاړه سور زیور بيا
ځي سړو سيمو ته لېږدي كاروانونه
خـوري ټالې كليمه دارې په ټټر بيا
شپنو بيا د نوي ژوند شپېلې شروع كړې
چې په تاند تنكي شينكي يې شو نظر بيا
شاعران ورسره سم په نغمو ګډ دي
پلوشې كړي د ادب د اسمان لمر بيا
د پامير او هندوكش له دنګو څوكو
راچڼېږي راڅڅېگږي سـيم او زر بيا
د وطن د بلې شمعې پتنګانو
دغه مينه مې بلېږي په ځيګر بيا
د همت مټې راونغاړئ ملګرو
له سپېرو خاورو راوباسئ سپين زر بيا
چې ابادې د وطن شاړې ميرې شي
په ملي وحدت راغونډ شـئ لر و بر بيا
په يوه ورورۍ او مينه به پوره شـي
كاشكې زده لوى او واړه كړي دا هنر بيا
له مودو مـودو مې دا ارزو وه زړه كې
كه په مينه مې اشـنا وكړي نظر بيا
كه باور دې څه زما په ژبه كېږي
ما په زړه كړى دى ستا د مينې كر بيا
سیلاب غلى غلى مينه مينه وايي
خمارو سترګو پرې كړى دى اثر بيا
1356/1/29_ كابل راديو