ترانه

مونږه ماشـومان يو
مونږه ماشومان
نن يو ماشومان سبا
ملي قهرمانان يو
مونږه ماشومان يو
مونږه مـاشومان
مونږ د ګران وطن د سردرو تنكي ګلان يو
مونږه ماشومان يو
مونږه مـاشومان
دا وطن مو ځان دى
دا زمونږ ايمـان
سر به ترې قربان كړو
دا په مونږه ګران دى
مونږ د ګران وطن په ډيوه چورلو پتنګان يو
مونږه ماشومان يو
مونږه مـاشومان
مينه لرو زړو كې
وينې او رګو كې
درس د ننګ راكړى دى
مېندو اللو كې
شكر لا زانګو كې روزل شوي افغانان يو
مونږه ماشومان يو
مونږه مـاشومان
ژوند مو مينه مينه ټول
يو بل نه ځارېږو
خاندو خوشـحالېږو ګل غوندې غوړېږو
بيا به د وطن د هر سنګر څوكيداران يو
مونږه ماشومان يو
مونږه مـاشومان
مونږ د ننګيالو بچي
مونږ د توريالو بچي
تـوره او قلم په لاس يو د دنګو غرو بچي
مونږه هر قدم د ننګيالو په پله روان يو
مونږه ماشومان يو
مونږه مـاشومان

1354/6/4_ كابل، اكبر خان مېنه