د جمهوريت اختر

بيا مې زړه له خوشـحالې وهي ټوپونه
لور په لور اورم د مينې سرودونه
زوړ او ځوان نن د خوښې په نغمو سر دى
كور په كور د جمهوريت ملي اختر دى
را خورې د خوشحالۍ خوږې وږمې دي
اتڼونه د ورورې مستې نغمې دي
په وطن راغلې ډېره خوشـحالي ده
جمهوريت كې مو پوره لويه سيالي ده
لوى واړه دي اميدوار نوي ژوندون ته
خپل ملي عزم و تكل مـلي تړون ته
وايي اوس په مونږ راغلى نوى وار دى
ژوندون واړه پس له دې بهار بهار دى
چې ځوانان مو وطنپال او منور شـي
كاڼي بوټي د وطن به مو سره زر شي
ګوره ځاى په ځاى شروع دي اتڼونه
لور په لور اورم د مينې سـرودونه
ايله اوس مو د ژوندون نوى سحر دى
كور په كور د جمهوريت ملي اخـتر دى
كه ځوانان دي كه مو پېغلې ملالې دي
جمهوريت كې مستې شوې ننګيالۍ دي
نر او ښځې په جامو كې نه ځـايېږي
وايي اوس مو ارزوګانې پوره كېږي
چې تر اوسه پټې پاتې خزانې دي
بی علمې په مونږه كړې دا كانې دي
كه مو تېل دي كه طلا اوبه ځنګلونه
كه لاجورد كه زمرد دي كه لالونه
وار په وار به رابرسېره كړو درنګونه
پرې دوا به شي زمونږ ملي دردونه
تماشې ته بم بيا راشي عالمونه
لور په لور اورم د مينې سرودونه
نن چې ټول وطن مست شوى لر و بر دى
كور په كور د جمهوريت ملي اخـتر دى
جمهوريت راوړى زېرى هر افغان ته
نوى ژوند يې وربښلى زوړ او ځوان ته
پس له دې به مو د ژوند تيارې رڼا شي
د عرفان ډيوې به بلې هره خوا شي
راپيدا به مونږ كې نوې بيداري شـي
له وطن نه به مو وركه بیكاري شي
چې ودانې د وطن شاړې ميرې شي
سمه غر به د مېلې د نندارې شي
د ارزو ناوې به راشـي زمونږ خوا له
پخوانى برم به وښايو دنيا له
جوړوو د نوي ژوند نوي سـازونه
لور په لور اورم د مينې سرودونه
ښايسته شوې لوړه ځوړه سم او غر دى
كور په كرو د جمهوريت ملي اختر دى

✵✵✵
نن زلمو تړلې ملا ملي خدمت ته
چې مست شوي افغاني جمهوريت ته
د وطن شاړې ميرې سـپېره ډاګونه
ابادېږي رڼا كېږي غړې غرونه
دا سركش ياغي سيـندونه به مهار شي
لوړې ځوړې به په سرو ګلو ګلزار شـي
په مستې په خوشحالې ګډ هر افغان دى
چې سر شوى مو د ژوند ملي ارمـان دى
نن زمونږ د نوي ژوند سرود غږېږي
نړيوال ورته پسخېږي هوسیږي
د سیلاب زړه كې خوښي وهي موجونه
لور په لور اورم د مينې سـرودونه
اوریدلى يې د نوي ژوند خبر دى
كور په كور د جمهوريت ملي اختر دى

1354/4/10_كابل، اكبر خان مېنه