ملګرو!!!
ګرانو ملګرو اى ښاغلو شاعرانو زلمو
د پښتونخوا د پښتني بڼ بلبلانو زلمو
بخښنه غواړم كه څه وايم دردېلى يمه
د حسـاس زړه له لاسه ډېر زيات كړیدلى يمه
كه ورته هر څـو مره د كوم ښكلي نازونه ستايم
يا ورته زه كوړې وړې زلفې ټالونه ستايم
كه ورته سرې شونډې د مينې ډك جامونه سـتايم
يا ورته غټې ښكلې سترګې ارمانونه ستايم
خو مرور دى نه بهار او نه ښكلا خوښوي
نه يو نظر مړاوي كاته نه دغه غلا خوښوي
ښه دى چې تاسو د رحمان بابا ستاينه كوئ
د پښتو ژبی د خواږه ادب روزنه كوئ
د ستاسو خوښه كه ګلونه كه غونچې يادوئ
كه ګلكڅونه غاړې غرونه كه باغچې يادوئ
كه د چا غاړې ته ځولې ځولې ګلونه وروړئ
كه د رامبـېلو د چمبیلو امېلونه وروړئ
كه پسرلى كه يې ښكلا كه يې هوا ستايئ
كه د سيسۍ هوسۍ اتڼ او مشغولا ستايئ
منم په غره راغه د نوي ژوند هوا راغلې
د كاينات مړاوي كالبوت كې نوې سا راغلې
چېرته د زركو كټهار چېرته كركړې راځي
دژوندانه تازه وږمې له لوړې ځوړې راځي
لوړې ژورې شاوخوا ارغواني شـولې بيا
پلنې ميرې په سرو غاټولو الواني شـولې بيا
دي ايلبندونو ته د ښـكلو كاروانونه روان
ګډ په سندرو بيا د زاڼو كتارونه روان
له دنګو څوكو د شپونكي د شوق شپېلې راځي
د طبيعت ناوې ته بيا جوړه ډولې راځي
د هندوكش په غـاړو تړو كې مېلې جوړې دي
د ښاپېرو د نازولو نندارې جوړې دي
بيا د امو او اباسين د څپو شور راځي
غوږته اواز د پسـرلي د ټنګ ټكور راځي
وحشي ګلونه غوړیدلي لور په لور ښكاري
د طبيعت ناوې سينګار يو په څلور ښكاري
ولې قسم دى كه ترې هېڅ خوند اخيستى شمه زه
يا به په شوق او مينه تش ورته كتى شمه زه
د خيال مرغه مې په ټالونو اشنغر ته بيايي
د سر درياب نه مې تاكال او لواغر ته بيايي
كېمور خـيبر او ملكنډ باندې دورې وهي
مري بولان او جاله وان باندې نارې وهي
ځي د خټكو يوسفزو زړې دېرې لټوي
د اڅكزو په نغرو كې مړې ايرې لټوي
د اپريدو ځنې ملتان او عجب خان غواړي
د تاترې نه تاريخ نوى اېمل خان غواړي
خدايږو ملګرو پسـرلي ته لا تيار نه يمه
د سردرو دې نندارو ته لا وزګار نه يمه
چې مو سپين ږيري رهبران پراته جېلونو كې وي
پېغلې تور سرې مو سلګې وهي ويرونو كې وي
څوك شهيدان څوك په زندان څوك په سلګو پراته
د چا تور سرې ماشومان په سرو لمبو پراته
په سـر و مال يې تالان ګډ دى پرې ظلمونه كوي
لويو وړو باندې بی رحمه بـمبارونه كوي
هم خوېندې مېندې كونډې رنډې يتيمان ژاړي
په چيغو چيغو نازولي ماشومان ژاړي
د رهبرانو په بد حـال باندې زندان ژاړي
د ظالمانو په تېري ځمكه اسمان ژاړي
ملګرو دې وخت ته زه څنګه پسـرلى ووايم
په كومو سترګو دې موسم ته هركلى ووايم
پسرلى څه كړمه چې شاوخوا زګېروي اورمه
د كړیدلو ځوریدلو اسـوېلي اورمه
خوږو ملګرو غيرتمـنو ننګيالو زلمو
ګرانو ښاغلو لرو برو توريالو زلمو
په غرو رغو دښـتو ميرو خورو ورو زلمو
اى ننګيالو بلوڅ وارنا او پښتنو زلمو
مټې راونغاړئ د خپلې ازادۍ په خاطر
سره يو موټى شـئ د قام د ابادۍ په خاطر
د باچا خان په سپينه ږيره باندې ننګ وكړئ
د خپل ملي موجوديت په نـوم غورځنګ وكړئ
1354/1/26_ كابل، پروان مېنه
د 1354 كال د وري په 28 نېټه د رحمان بابا په نوم د پښتو ټولنې په پسرلنې مشاعره كې وويل شو.