تماشه

تا چې زلفې كړې په مخ خورې ورې
 زه بې تېغه كړم، هجران زرې زرې
 
 چې مې ستا د سپين رخسار تماشه كړله
 په سپين مخ مې اوښكې تل چرې چرې
 
 چې سور ټيك دې كړ په سپين تندي را ښكته
 چار ګل هم وځلېده پرې پرې
 
 سور پېزوان چې ستا په سرو شونډو ماوليد
 شوم په تېغ د بېلتانه ارې ارې
 
 پس له هغې به مې راشي په پوښتنه
 په "سېلاب" چې خاورې شي خرې خرې