زلمو ته!

راپورته شئ ځوانانو
بيدار شئ! تيار شئ!
پښتون او بلوڅـانو
بيدار شئ! تيار شئ!
دا ورځ د فيصلې ده
د تورې د وسلې ده
د بريد او د حملې ده
ملا وتړئ نرانو
بيدار شئ! تيار شئ!
غيرت كړې ګيله ده
چې جوړه غلبله ده
وروستې مقابله ده
د غرونو باتورانو
بيدار شئ! تيار شئ!
بيا كور په كور غوغا ده
تېرى ده ناروا ده
دويمه كربلا ده
ملي قهرمانانو
بيدار شئ! تيار شئ!
ظالم كوي ظلمونه
شول ډك در نه جېلونه
تالا يې كړې پښتونه!
سیلاب وايي زلميانو
بيدار شئ! تيار شئ!

1353/11/21_ كابل، اكبر خانه مېنه