راځئ زلمو راځئ!!!

راځئ زلمو راځئ دا ګران وطن ابادوو
دې شاړو او ميرو ځنې باغونه جوړوو
راځئ زلمو راځئ! راځئ زلمو راځئ!
وطن زموږ ليلا ده
هر رنځ ته مو دوا ده
دا خاوره يې كېميا ده
زمونږه ژوند او ساه ده
په مينه او ورورې يې هر ارمان پوره كوو
راځئ زلمو راځئ! راځئ زلمو راځئ!
په مينه محبت نن
د ټولو په همت نن
د مټو په قوت نن
په يو ملي وحدت نن
ددې خاورې بنجرونه سره زر اوچتوو
راځئ زلمو راځئ! راځئ زلمو راځئ!
دا شاړې دي كه غرونه
ميرې دي كه ډاګونه
تړو ورته بندونه
كرو پكې ګلونه
د مټو په قوت يې له هر چا نه لوړوو
راځئ زلمو راځئ! راځئ زلمو راځئ!
دوران د بيدارې دى
د ژوند د تيارې دى
د مينې د ورورې دى
وخت تېر د بیكارې دى
سیلابه! همدا وخت دى ځان منزل ته رسوو
راځئ زلمو راځئ! راځئ زلمو راځئ!

1353/11/8_ د ايران د مازندران سارې