د جمهوريت كليزه
دغه تلين د جمهوريت د انقـلاب دى
چې په ژوند كې مو پرانيستى نوى باب دى
د افغان بچى بچى په خوښې سر دى
شروع كړى ټول ملت ملي اختر دى
چې شروع د نوي ژوند نوې نغمې دي
راخورې د رنګ او خوند خوږې وږمې دي
د افغان د تېر عظمت خاپې ښكاره شوې
انګازې يې په عالم كې دوباره شوې
د كېمور څوكې غږ وكړلو خيبر ته
هندوكش مباركي وايي سـپين غر ته
بلخ بخدي بسـت او غزني غور پكتيكا كې
د تخار سيستان زابل كابل هوا كې
دوران بيا راغى د تېرو عـظمتونو
د لرغونې اريانا د نهضتونو
د پامير شمله دنيا كې شوه اوچته
د افغان د ننكيالو له بركته
اړوليم چې د نوي ژوند كتاب دى
دغه تلين د جمهوريت د انقلاب دى
ټول وطن به شي ګلزار دا مې باور دى
شـروع كړى ټول ملت ملي اختر دى
زركې ګډې په كركړو شوې باګرام كې
هوسی سر شوې په خېزونو دل ارام كې
د لټې د بیكارې دوره ده تللې
اوس په مونږ د بيدارې دوره راغلې
بيا زمونږ د تمدن زانګو زنګېږي
دنياوال يې نندارو لره پسخېږي
جوړه لويه خوشحالي لويه ښادي ده
په وطن راغلې نوې ابادي ده
ټول افغان ملت نيولي دي جشنونه
لوى واړه پېغلې زلمـي كړي اتڼونه
انګازې دي د بولان په سردرو كې
د خوښې شپېلې وهي شپـانه په غرو كې
ايله نن زمونږه ژوند په ژوند حسـاب دى
دغه تلين د جمهوريت د انقلاب دى
تيارې وركې شوې په مونږه سپين سحر دى
شروع كړى ټول ملت ملي اختر دى
د افغان د پرګنو خواره خېلونه
يو د بل ځنې ځارېږي لكه ورونه
چې راغلى انقلاب دى په وطن كې
رنګ په رنګ ګلان غوړېږي په چمن كې
وطن هم لكه زمونږ دويمـه مور ده
چې پالنه او ساتنه يې په مونږ پور ده
دا زمونږ وطن رښتيا جنت نشان دى
چې هر كاڼى مونږ ته لال د بدخشـان دى
چا چې كړې دې وطن ته قربانې دي
كه زلمي دي كه مو پېغـلې مېړنې دي
نن په هغو ارواګانو كې ښدي ده
چې ګټلې يې په سرو وينو ازادي ده
ور په برخه هم خرما ده هم ثـواب دى
دغه تلين د جمهوريت د انقلاب دى
زمونږ ژوند اوس له هر چا نه بختـور دى
شروع كړى ټول ملت ملي اختر دى
په هر خوا جوړې مېلې دي تماشې دي
جمهوريت چې خورې كړې پلوشې دي
نوي ژوند ته مې زړګى وهي ټوپونه
كړي ځوانان به مو تر سره ارمانونه
دي رانښغتې ټولو مټې د همـت بيا
كړي په مينه خپلې خاورې ته خدمت بـيا
اوس به دا لوړې ژورې زرغونېږي
د عمرو شاړې مـيرې به ابادېږي
كه ځنګلې كه اوبه دي كه درنګونه
كه مو سره دي كه مو سپـين دي كه لالونه
چې يو ځل مو دا ملي ثروت ښكاره شي
ټول عالم به بيا زمونإ په ننداره شي
دې ارزو ته زړه خوشحاله د سیلاب دى
دغه تلين د جمهوريت د انقلاب دى
د وطن هر يو زلمى مې د زړه سر دى
شروع كړى ټول ملت ملي اختر دى
1353/ چنګاښ/3_ كابل راډيو