د بزګر سندره

بوډا بزګر يم ګران وطن ابادومه
غلې دانې كرمه
شوم ځوان جمهوريت كې
دشتو ميرو ځنې باغونه جوړومه
غلې دانې كرمه
شوم ځوان جمهوريت كې
زما سبق كرل رېبل دي
لوړې ژورې جوړول دي
میوې دانې پيدا كول دي
د حاصلاتو لوړول دي
تر نيمو شپو بیل په اوږه پڼه كومه
غلې دانې كرمه
شوم ځوان جمهوريت كې
زما د لاس غونچې ګلونه
چې وړي يو بل ته امېلونه
دا بیلابیل میوې خوندونه
پرې تازه كېږي مړاوي زړونه
پرې لوى واړه پېغلې زلمي خوشحالومه
غلې دانې كرمه
شوم ځوان جمهوريت كې
زما په لاس وطن ګلزار دى
غوره له هر څه راته كار دى
د وطن مينه مې شعار دى
سر مې په موټي خاوره ځار دى
رمبى په لاس د كشمالو ګوډې ته ځمه
غلې دانې كرمه
شوم ځوان جمهوريت كې
زما په مټو كې طاقت دى
زما په غړو كې قوت دى
د وطن مينه لوى نعمت دى
سیلابه! كار د ځوان صفت دى
د جمهوريت جشن ته ځم ګلونه وړمه
غلې دانې كرمه
شوم ځوان جمهوريت كې

1353/3/29_ كابل راديو