اى افغان ملته!

ځار شمه قربان شم ستا د مټو له طاقته

اى افغان ملته! اى افغان ملته!
شكر ستا د ننګ شمله ده هر چا نه اوچته

اى افغان ملته! اى افغان ملته!
كله چې دې توره له خپل تېكي رابهر كړله
كله چې دې سمه د همت زغره په سر كړله
بيا دې د ننګ تورې ته ځلا د غيرت وركړله
ستا د تورې پړق و چې يې توره شپه سحر كړله

زر زر افرينه شه په تا ملي قدرته
اى افغان ملته! اى افغان ملته!
يو خوا دا ملت و تشې مټې تش لاسونه
بل خوا ته قوت د استعمار درانه توپونه
يو خوا ته غازيانو كړل په تش لاس يرغلونه
بل خوا ماشينګڼې، جهازونه، بمبارونه

نور به لا څه غواړې د ځوانې له بركته
اى افغان ملته! اى افغان ملته!
لوى وو كه واړه وو نر كه ښځې افغانانې
جنګ ته له زلمو وړاندې روانې وې بيبيانې
څومره نازولې شوې وطن ځنې قربانې
زېب شولې تاريخ ته شهيدانې هم غازيانې

دوى قرباني وركړه چې وطن نه شي بی پته
اى افغان ملـته! اى افغان ملته!
هو ستا كارنامې كه د افغان تاريخ زينت شولې
ياد كه د غازيانو په مېړانه شهامت شولې
ته علمبردار د ازادې د لوى نعمت شولې
ستورى د مشرق د ملتونو د نهضت شولې

زر ځوانې لوګى شه ستا د يو ځوان له غيرته
اى افغان ملته! اى افغان ملته!
دا لوړې ژورې د وطن كه غاړې غرونه دي
دا تبی تبزې كه كړپې دي كه خوړونه دي
دا زوزان شلغشي كه درمې دي كه نلونه دي
دې كه غليمانو تل خوړلي خپل سرونه دي

دا كاڼي كركڼې دي خبر ستا له جرئته
اى افغـان ملته! اى افغـان ملته!
ستا د زلمو غږ لا پاني پت او اصفهان كې شته
ستا د ابدالي تورې برېښنا لا كهكشان كې شته
ستا د ادب لمر لا قونيه څه چې يونان كې شته
ستا د بیروني، سينا، جمال رڼا جهان كې شته

وياړه په نړې ته د تېر برم له عظمته
اى افغان ملته! اى افغان ملته!
مونږه په ختيځ كې د خپلواك ژوند معماران يو
مونږ د ننګ غيرت د هر سنګر څوكيداران يو
مونږ د ازادۍ د بلې شمعې پتنګان يو
مونږ د ګران وطن له كڼكي دروزې نه قربان يو

غږ زمونږ د تورې شته نړې كې پورته ښكته
اى افغان ملته! اى افغان ملته!
زېرى مې راوړى دى سیلابه! سعادت سره
اوس خانده خوښېږه د خپلواك ژوند د نعمت سره
شوه د ازادې ناوې سينګار جمهوريت سره
خوند د ژوند نه واخله د ورورې د محبت سره

تاته مبارك شه دا ښادي په زر كرته
اى افغان ملته! اى افغان ملته!

1353/2/29_ د خپلواكې په ياد، كابل راديو