اى خوشال بابا!

لږ سر را اوچت كه د زلمو وكړه سيلونه
اوس به پوره كېږي ستا نيمګړي ارمانونه
ته وطن پرست وې قام پرست ښكلا پرسـت وې
ته وې چې هم رند وې هم د يار په مينه مسـت وې
تا توره تړلې د افغان په نام و ننګ وه
تا سينه ډال كړې هر ګوزار ته د اورنګ وه
تا وې چې ناپوه دي پښـتانه كه فكر بل كا
بی له تورې څنګه له غليم ځان خلاصول كا
ته له سر نه تېر وې مال نه تېر وي پت لپاره
هر څه دې داو كړي وو پښتني شوكت لپاره
اوس هم ستا ديوان كې د مغولو سره جنګ شته
ځاى په ځاى خرپا د تورو هغه شن غورځنګ شته
اى د پښتو پلاره ننګيالى لويه پښتونه!
اوس به پوره كېږي سـتا نيمګړي ارمانونه
ستا پيغام يو والى ورورولي ده وطنواله ده
ستا پيغام همت ننګ او غيرت دى پښتونخوا له ده
ته وې هغه باز چې لوى لوى ښكار دې په نظر كې و
پت د پښتانه لوړ افتخار دې په نظر كې و
مينه د اسلام او د پښتو د ژوند شعار و ستا
مينه د وطن او قام پالنه اول كار و ستا
تا د ننګ ډګر كې د پښـتون بيرغ اوچت كړلو
هم دې د پښتو ناوې ته جوړ ښكلى زينت كړلو
تا كړو پلو پورته مخ د پېغلې د پښتو ځنې
دا ناوې تا خلاصه كړه ذلت د پریوتو ځنې
اى د تـورې پلاره قهرمانه افلاطونه!
اوس به پوره كېږي ستا نيمګړي ارمانونه
ته وې منادي د افغانانو پرګنو لره
جوړه دې د مينې ورورولي كړه پښـتنو لره
تا راكړى درس هم د پښـتو هم د غيرت دى
تا ښودلى مونږ ته د ورورې مينه نعمت دى
شرنګ لا سـتا د تورې تاتره هم په خيبر كې دى
هاغه شانته زوږ ستا د مېړانې لواغر كې دى
تا په ګوته كړي مونږ ته څومره هنرونه دي
څومره دې ګاللي شوګيرونه كړاوونه دي
ستا هره خبره دُر ګوهر ده مرغلره ده
ځكه بند په بند ټكى په ټكي مـونږ ته غوره ده
خېژي يو اواز ترې نن سُر شوي دي سازونه
اوس به پوره كېږي ستا نيمګړي ارمانونه
نو _ راشه نن دې وګوره بچي چې بيدار شوي دي
ټول د مينې ډك نوي ژوندون ته تيار شوي دي
ټولو د ورورې زغرې اغوستې سينګار شوي دي
ټول د ننګ په كار كې رښتياني يوه لار شوي دي
جوړه ورورولي نن د خټك ده يوسفزي سره
مينه د وزير ده د مومند د اپريدي سره
يو ملي تړون دى لواغر، كړپه، بولان كې
جوړ د مينې ژوند دى سـوات جندول وزيرستان كې
نن د اكوړي او باجوړي ژوند مينه مينه ده
ستا په حسرتونو توده شوې د دوى وينه ده
شكر اكوړي كې لا د ننګ شمله اوچته ده
ستا پښتنه توره لا ډكه له دهشته ده
نو _ لږ سر راوچت كه د زلمو وكړه سيلونه
اوس به پوره كېږي ستا د مينې ارمانونه

1353/ ثور/14_ پېښور،
د 1353 كال د ثور په 15 نېټه پېښور د پښتون په لوى تالار كې واوراوه