اى د افغان بيرغه!

اى د افغان بيرغه!
څو چې دنيا وي ته لوړ اوسی په جهان بيرغه!

اى د افغان بيرغه!

د افغاني جمهوريت د قهرمان بيرغه!

اى د افغان بيرغه!

دا ستا په سيوري كې ولس ارام ژوندون لري
ملي تـړون لري
د ورورولې د مينې ډك ژوند كې ګډون لري
ملـي تړون لري
ځلانده اوسی لكه ستورى د اسمان بيرغه!

اى د افغان بيرغه!

ستا سربازان ستا د لوړتيا په مينه سر وركوي
په هر ډګر وركوي
تا اوچت ساتي هر غليم ته دا خبر وركوي
په هـر ډګر وركوي
ستا لوړ ساتل مونږه فرض كړي دي په ځان بيرغـه!

اى د افغان بيرغه!

ته د سرباز زلمو د تورې د عظمت نښه يې
د ننګ غيرت نښه يې
ته مو نږه كې د ملي موجوديت نښه يې
د ننګ غيرت نښه يې
اى د غازي د ننګيالي عزت او شان بيرغه!

اى د افغان بيرغه!

توره پټې ستا د غليم د بربادۍ نښه ده
د ناښادۍ نښه ده
دا سره پټې ستا د ملت د قربانۍ نښه ده
د كامرانۍ نـښه ده
په شنه پټې دې شو پوره ملي ارمان بيرغه!

اى د افغان بيرغه!

1353/2/9_ كابل راډيو