د جمهوريت كليزه

چې مست شوى زوړ او ځوان دى
چې خوشحاله ټول ملت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى
چې شروع لويه ښادي ده
چې ژوند ډك له محبت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى
نن ښايسته دي غاړې غرونه
لور په لور خاندي ګلونه
تازه شوي مړاوي زړونه
خوشحالې وهي موجونه
جوړه شوې مو وروري ده
چې په برخه مو وحدت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريد دى
له پاميره تر بولانه
له كېموره تر سيستانه
دا نارې راځي هر خوا نه
مبارك دې شه افغانه
چې په مينم شروع كړى
نوي ژوند ته حركت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى
نن په مونږ نوى دوران دى
د ژوند زېرى را روان دى
اوس خوشحاله هر افغان دى
پوره شوى لوى ارمان دى
مونږ ته غوره له هر څه نه
د ازاد ژوندون نعمت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى
په اسمان ستوري ګډېږي
زمونږ ژوند لره پسخېږي
چې اوس دا وطن جوړېږي
له هر چا ځنې لوړېږي
مونږ خپلواك ژوندون ګټلى
د سرو وينو په قيمت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى
دي شروع نوي كارونه
نوي نوي پلانونه
راڅرګند به شي درنګونه
زمرد، سره زر، لالونه
ملك به ټول رڼا رڼا شي
دا منلى حقيقت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى
نن خوشحال دي زلمي جونه
كړي د مينې اتڼونه
كور په كور دي اخترونه
مزې اخلي له ژوندونه
ځوان او زوړ نن خوښ سیلابه!
د يو والي په نعمت دى

دا اختر د جمهوريت دى
دا اختر د جمهوريت دى

1353/4/16_ كابل
1354/4/16_اكبر خان مېنه