ترانه

چې مو سر پرې ټول جهان كې
لكه دنګ پامير اوچت دى

دا زمونږ جمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

چې ټينګ شوى مو پرې مزى
د ورورې د محبت دى

دا زمونږ جمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

چې زمونږ د ژوند ښكلا وه
چې زمونږ د ژوند زينت دى

دازمونږ جمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

چې زمونږ مټې طاقت دى
چې زمونږ ملي ثروت دى

دا زمونږجمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

مونږ به ځان په دې قربان كړو
سر به دا ملي ارمان كړو
دومره لوړ به ددې شان كړو
چې جهان ورته حيران كړو
چې پكې زمونږ ارام دى
چې پكې زمونږ عزت دى

دا زمونږ جمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

دا څپاند څپاند سيندونه
دا به ټول شي مهارونه
كه ميرې دي كه ډاګونه
دا به شي سمسور باغونه
نن له خوبه پاڅیدلى
په رښتيا افغان ملت دى

دا زمونږ جمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

نن افغان بچي بيدار دي
ټول روان په يوه لار دي
لوى واړه په دې اقرار دي
چې له ګران وطنه ځار دي
د وطن مينه سیلابه!
د افغان بچي صفت دى

دا زمونږ جمهوريت دى
دا زمونږ جمهوريت دى

1352/ كب/27_ كابل راديو