دويم لمبر د چادى؟
چې كوي باران د غشوداقوي سنګر د چادى؟
چې تروره ميخانه شوه د اترور نظر د چادى؟
ولولې دي زلزلې دي ګردلې دي د غمونو
چې په زړونو كامراني كړي دغه شوخ اثر د چا دى؟
چې پتنګ ورنه چور لېږى او بلبل ورته پسخېږي
تورې شپې ته چې ډېوه شي دادګل بشر د چادى؟
غلی غلی ګونګوسى دی عاشقان به اورته دانګي
نه يم پوه پس له پتنګه چې دويم لمبر د چادى؟
كه دې خوښه وي سېلابه! دا تپوس به له تاوكړم
چې د زړه په وينوليك شو دارنګېن دفتر د چادى؟