د جمهوريت پسرلى

لور په لور د خوشحالې نغمې غږېږي
افغانان نن په جامو كې نه ځايېږي
نوى ژوند راوړى نوى بركت دى
رنګين كړى پسـرلي جمهوريت دى
نسـيم بيا ګرځوي نوي پيغامونه
په خوږو وږمو تازه شـول مړاوي زړونه
قافلې د رنګ او بوى راغـلې وطن ته
بلبلان بيا راغونډ شوي دي اتڼ ته
ځمكې ووهل په مخ شينكي خالونه
ښكلو واچول په غاړو امېلونه
مرغلرې د شـبنم پرې وریدلې
د ګلونو غوټې پړقې خندیدلې
د بلبلو په خولو نوې ترانې دي
ډكې شوې بيا د مينې پيمانې دي
طبيعت پرانيستى نوى نندارتون دى
نوى ژوند نوې ارزو نوى مضمون دى
را روان ښكلي مرغان دي ډلې ډلې
په پيشپو په اتڼ ګډ وايي غزلې
بيـا په غره راغه د زركو كټهار دى
يو په بل يې زېرى كړى د بهار دى
زاڼې پاس په هوا راغلې كتارونه
سيسی لاندې ورته كاندي اتڼونه
تورې سترګې هوسی بيا وهي ترپكې
مستي اخلي د ګل پاڼو په پياله كې
پېغلې جونه راوتلې نندارو ته
تماشګير يې ټينګیدى نه شي نخرو ته
شاعران يې په ستايلو نه مړېږي
لور په لور د خوشحالې نغمې غږېږي
چې موندلى يې د نوي ژوند نعمت دى
رنګين كړى پسرلي جمهوريت دى
د نور وړانګې راخورې په نورستان دي
په نخرو مستې هوسی د روهستان دي
په پامير او هندوكش بلې ډيوې دي
نازولو ځاى په ځاى كړې مېلې دي
دهري هلمند امو كونړ سيندونه
له مستې او خوشحالې وهي موجونه
د كوكچې سيند د خوښې وايي سندرې
په ترنك ځلېږي سپينې مرغلرې
د كابل سيند له ملګرو سره واړه
اباسين ته شول په مينه ور په غاړه
د شمشاد د ايله ځي د كونډ سرونه
د بولان او كيمور غرونه سره ګلونه
طبيعت په ټول وطن كړې پېرزو ده
تماشه د لوړې ځـوړې د ليدو ده
د نارنج وږمې خورې شوې ننګرهار كې
انار ګوړي غـوړیدلي كندهار كې
د پروان هره غونډې ارغواني شوه
بيا د ښكلو د ليدلو ارزاني شوه
بيا په سرو ګلو شول سره د بلخ ډاګونه
نندارو ته ور روان دي عالمونه
ځاى په ځـاى ریدي غاټول دي غوړیدلي
بيا وحشي ګلونه ټول دي غوړیدلي
بوراګان د ګل په پاڼو كې بڼېږي
لور په لور د خوشحالې نغمې غږېږي
د بلبل هره نغمه د ګل صفت دى
رنګين كړى پسـرلي جمهوريت دى
ځوان بزګر بیل په اوږه وهلې بډې
د خوښې اواز راځي له هرې ډډې
لخلخې بـيا د باګرام د لاله زار دي
ايلبندونه لوړې ځوړې مرغه زار دي
بيا سړو سيمو ته لېږدي كاروانونه
ښكلوي ګلان بيا ګڼ ګڼ كميسونه
بـيا د اوښ جلب په لاس كې پېغلې جونه
برېښوي سترګې په سپين تندي ټيكونه
په ټټر سپينې روپې كليمه دارې
چې زنګېږي جـوړوي زړونو ته لارې
قافلې په شرنګ او پرنګ ځي سـردرو ته
له رنګونو او خوندونو ډكو غرو ته
بيا د غور د سړبندونو دوران راغى
له هر خوا ورته د مينې كاروان راغى
شپونكي بيا وري روان كړي شنې ورشو ته
ښاپېرې دې وروتلې نـندارو ته
نن د سرو ګلو د ملو پرېمـاني ده
په دې ځمكه پېرزو شوې اسماني ده
نړيوال زمونږ ژوندون ته هوسیږي
لور په لور د خوشحالۍ نغمې غږېږي
سراسر چې ډك له مينې محبت دى
رنګين كړى پسـرلي جمهوريت دى
بيا وچ كړس سـپېره ډاګونه الواني شو
را په ياد مې عظمتونه افغاني شـو
د شـپانه په خوله د نوي ژوند نارې دي
عالمونه يې نېشه په نندارې دي
په ميوند راټوكیدلي سره ګلونه
ضبطوي د ملالۍ د ننګ درسونه
ښكارندوى د پسرلي د عظمتونو
د هوتك او ابدالي د نهضتونو
د لاله په زړه كې داغ دي تېر يادونه
د غوريانو د سوريانو يرغلونه
بيا زلمو ته يادوي شينكي رودونه
د ابدارې ابدالي تورې خوندونه
شكر بيا په مونږ راغلې خـوشحالي ده
شمله نېغه په وطن د ننګيالي ده
په زرګونو پسرلي په مونږ راغلي
خو زمونږ زړونه يې لا په اور داغلي
سږنى پسـرلى بیل لري خوندونه
لوى واړه اوس مزې اخلي له ژوندونه
نن حيران مو نندارې ته ټول عالم دى
چې هر چاته كلى كور باغ ارم دى
دى متل هر چاته خپل وطن كمشير دى
خو زمونږ وطن دنيا كې بی نظير دى
د سیلاب زړه كې د مينې اور بلېږي
لور په لور د خوشحالې نغمې غږېږي
لوى ارمان يې د وطن ملي خدمت دى
رنګين كړى پسـرلي جمهوريت دى

1352/ كب/20_ كابل راديو