د ازادۍ دولت

افغان تل مسـت په مينه محبت د ازادۍ
له هر څه ورته غوره دى دولت د ازادۍ
د ژوند په لوړو ځوړو چې برى مومي ځي وړاندې
همدا يې ګڼه نښه، بركت د ازادۍ